نظم

زه به همیش په اندېښنه کې ومه
چې چیرته زمونږ تر مینځ بیلتون رانه شي
چې د سلام ځواب کوای و نه شم
دغه قیامت مې په ژوندون رانه شي


خدای مه کړه سترګو نه دې ورک شمه زه
خدای مه کړه  ځان رانه پردی  وګڼې
خدای مه کړه چیرته  چې ته دا ونه کړې
چې خپل جهان رانه پردی وګڼې


خو

  هغه صحنه مې اوس هم سترګو کې ده
چې  راته تا د هیریدوو وویل
زما د مخ څخه لمبې جیګې شوې
چې ددې لار د پریښودو وویل


ای ته  پوهیږې؟ زما اوس هم یاد دي
د زړه درزا مې کړل غوږونه کاڼه
چې تا ویل ، ځه! نور دې نه پيژنم
دغې وینا مې کړل غوږونه کاڼه

اي ته پوهیږې؟ چې اوس څنګه یمه
اوس ان نفرت څخه نفرت لرمه
پام چې خطا نه شې ، اوس تا سره ای !
قسم په خدای که محبت لرمه


اوس نو هغه تاویز چپه اوښتی
په کوم تاویز  کې چې زه ګیر وم ،ګرانې
اوس خو دې دا خیال له مغزو وباسه
چې زه به تل د تیر په څير وم ، ګرانې


اوس په سینه کې غوښه نه لرمه
اوس په سینه کې ګرځومه کاڼي
 چې د مین دپښو خرپ واورمه
اوس هغې لور ته غورځومه کاڼی


اوس انتظار د مرګ په نوم نه بولم
اوس انتظار سره بلد یمه زه
اوس ، بې لوظي او جفا څنګه کیږي
شکر ،دې کار سره بلد یمه زه

اوس مې ملګری او دوښمن پيژنم
اوس  د ریبار درګاه په لوټو ولم
اوس یې خبرو ته کنځلې وایم
د هر مکار درګاه په لوټو ولم

ای ته پوهیږي دا  د چا  له لاسه
اوس چې هر څنګه یم خو ستا له  لاسه
تا مې د زړه ایینه  هم ماته کړه

او  هم شو  کاڼی ستا جفا له لاسه  

۱۲/۰۵/۲۰۱۱  هورن