غزل 

دلتـــه بــې ګناه د خلــــکو مړيـــنه ده
ځکه مې سينه له غمه خــــــوړينه ده

ستا مخ چې د اور غوندې لمبې کوي
دا دې اننګو کې پنـــډه ويــــــــــنه ده

بيا يې د نظر تــعويـــز په غـاړه کړو
ښکاري دا جينــۍ له رنــګه سپينه ده

څومره چې د مور په اولاد زړه سوځي
دومره مې په خداى تا سره ميـــــنه ده

زړه دوګوهـــــر ډک له ګوهـــرونو دى

هــره يـــوه سنــــدره يــــې زريـــنه ده

نورالدين ګوهر خوست