غزل

 یو هلته پروت پر میکده دی خو له درده ډ ک دی

بل دلته خدای  ته په سجده دی خو له درده ډک دی

 

ژوند کې  هر څه لرمه  ګرانې، خو یو  تا نه لرم

ژوند مې منم چې اسوده دی  خو له درده ډک دی

 

ما مې خپل واک عشقه!  دا ستا له  لاسه  زړه ته ورکړ

  دی  د وجود نماینده دی خو له درده  ډک دی

 

 خدای پاماني ده  ، شین سهار  دی ، اخ بیلیږي دواړه

خدای شته انځور یې  ډیر ساده دی خو له درده  ډک دی

 

وخته ! باور وکړه د هغه مار راکړی پرهر

کلونه شول  ستا په هوده دی خو له درده ډک دی

 

ته یې لومړۍ مینه وې ته وې لومړی درد د رستم

اوس هم ستا عشق ته اماده دی خو له درده ډک دی
            فضل الربي رستم