بې وفا په خوب کې !

په خوب کې راشې رته وایې وفا داره یمه
ستا محبت یم ستا یم مینه ستا د پاره یمه

په خوب کې راشي راته وخاندي مسکۍ شي ګلاب
وایې چې ستا د زړه له درده خبرداره یمه

په خوب کې راشي راته وایې ما ستم کړیدی
ازار وهلي یمه ځکه خواروځاره یمه

په خوب کې راشي سرې منګلې راښکاره کړي وایې
زمانه لرې لرې ګرځه زه خونکاره یمه

په خوب کې راشي راته وایې مافي وکه راته
جانانه زه خو ستا د مینې ګناګاره یمه

په خوب کې راشي وایې بیا مې کړه جانان مشکوره
ځانته کینمه ځانته ګرځمه بې یاره یمه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
بادشاه دین مشکور
ګرانه یاره رستم صیب تاته ډالی دی