غزل

ژېړ مازیګر دې خنداګانو نه بې برخې نه شي

او بیا دې ستا له اداګانو نه بې برخې نه شي

 

د چا دې سر ، تندی په کاڼو باندې و نه لګي

 څوک دې د مور له دعاګانو نه بې برخې نه شي

 

ستا بې روخۍ په تیندکونو باندې داسې سر کړم

ژوند به مې هیڅ له ژړاګانو نه بې برخې نه شي

 

څوک  دې د ژوند په ښکلا ګانو باندې روږدي نه شي

څوک دې د ژوند له ښکلاګانو نه بې برخې نه شي

 

زما ملت نه کرغیړنه بلا منع کړه ،چې

نور د تعلیم له رڼاګانو نه بې برخې نه شي

 

مینه که تل وفا وفا وای ، نو هیڅ خونده یې نه وه

مینه دې تل له جفاګانو نه بې برخې نه شي 

فضل الربي رستم