غزل

ستا د سرې ملالې لوپټې پــــــــــــــه ژۍ

 نوم زما د امن د جګړې پـــــــــــــه ژۍ

 

ستــــــا د مرګي خوب اوبو ته ښايمــه

هر سهار کېنمه د ويالې پـــــــــــــــه ژۍ

 ستا له خوانه تېر شوم لکه سپين کاغذ

 تور شومه، چې تېر شوم د لمبې په ژۍ

 اوړي ستا په ياد په ما شپې داســــــــې

 پروت وي لکه خلى د څپې پــــــــه ژۍ

نه راځې خو زه د انتظار کـــــــــــــــــوم

لاس وړم پټې سترګې د چاړې پـــــه ژۍ

 ښايې چې ريحانه په تا ګرانه يـــــــــــم

نوم چې مې ليکې د جوبټې١پــــــــه ژۍ

يادونه:جوبټه١ په خوستۍ لهجه کې څادر ته وايي