دا  ځلي مو یوه  نوې مشاعره په نوې سټایل کې وکړه ، زه ، نذیر ، ژوندون ، جلال او احساس  د هالنډ ښار امستردام څخه د حیرلین پر لور  روان  و  چې تقربیا ۲۲۰ کیلو متره لاره وه ،    نذیر او جلال د ملګرو په شعرونو دغه سفر ښه شاعرانه کړ، نووروسته مو د  فې البدیهې مشاعر ې پرېکړه  وکړه چې دغه ۳ ساعته مزل مو بې له ستړیا تمام کړ ، مشاعرې  ته مو را بولم هیله ده چې د پام وړ به مو وګرځي.

رستم

 

 

 

چوپه خوله اوږده لاره، دا به ډېره سخته شي

څو که ده ساده لاره، دا به ډېره سخته شي

نذیر

لاس کې که ستا لاس نه وي، ستا د مینې پاس نه وي

دا لنډه پیاده لاره دابه ډېره سخته شي

نذیر

زړه مي له وجود وځي،  ته چې په دې لار راځې

دا درقیب ده لاره ، دا به ډېره سخته شي

رستم

کله راته هو کوې کله راته نه وایې

دا کږه وږه لاره ، دا به ډېره سخته شي

ژوندون

پښې د ارمانونو مي ښویي کړې د زړه اوښکو

ستا دعشق لمده لاره ، دا به ډېره سخته شي

جلال

خپله دي مین کړمه ،اوس که  راته دا وایې

خپله دي وهه لاره ، دا به ډېره سخته شي

رستم

دا ازغي ازغي ماحول ستا د ا بې رخي اشنا

دا لمبه لمبه لاره ، دا به ډېره سخته شي

جلال

تا باندې دا ړوند مین څه په توکل درومي

دغه نادیده لاره ، دا به ډېره سخته وي

نذیر

دا ټپي ټپي وطن دا د ملا سپین لباس

دا په وینو سره لاره ، دا به ډېره سخته وي

ژوندون

 

ټولي لاري بندي شوې،  بې د دار له لاري نه

پاتې بس یوه لاره ، دا به ډېره سخته شي

جلال

ای د خندقو کښونکېه! مونږه به تر څو وهو

ستا په اراده لاره ، دا به ډېره سخته شي

نذیر

زه له مزل ستړی یم ،نو ر نو هیڅ وس نه لرم

نوره هم لا  شته لاره؟ ، دا به ډېره سخته شي

رستم

شور مي د زخمونو څوک ،دې کوڅو کې نه اوري

راغلم پر ویده لاره ، دا به ډېره سخته شي

جلال

یار چې به راتلو په لار ، هر څه به رنګین شولو

نن نه ځلیده لاره ، دا به ډیره سخته شي

ژوندون

موږ په صراطي کړۍ ، ډېر راګرځیدلي یو

بیا که تاوېده لاره، دا به ډېره سخته شي

نذیر

ته چې دا ضدونه کړې ، نوره یاري نه کوم

نوره مي پریږده لاره ، دا به ډېره سخته شي

جلال

ستا خوا کې چې ده لاره ، ښکلې او  خوږه لاره

بې تا بې هوده لاره ، دا به ډېره سخته شي

ژوندون

ستا په لاره خوښ یمه ، ستا امید مي سېکه ده

نو که ختمېده لاره ، دا به ډېره سخته شي

نذیر

سخته شاعري شوله ، نوره یې پريږدمه  زه

ځمه په زړه لاره ، دا به ډیره سخته شي

احساس

زه یې هیرول غواړم ، ژوند سره تړلي دي

هغه ځای هغه لاره ، دا به ډیره سخته شي

رستم

تا چې تنها پریښودم ، ما پوري خندا کوي

کلی کور کوڅه لاره ، دا به ډیره سخته شي

جلال

دا له ژړا سره جینۍ  ،دا  د شین ځنګل سفر

دا له خندا شنه لاره ، دا به ډیره سخته شي

جلال

موږه د کږو کوڅو ، مست لارویان مست بدان

ستا سیخه سیده لار ، دا به ډیره سخته شي

نذیر

اوس د ژوند حالاتو کې ، یاره اوتر شوی یم

ما نکړه  مینده لاره ، دا به ډیره سخته شي

رستم

 

دا له یخه  جوړ جانان ، دا سپېرې اوږدې دښتې

لمر کړه راتوده لاره ، دا به ډېره سخته شي

نذیر

مونږه یو پینځه یاران ، خدای مه کړه که داسي شي

ورک شو په وړه لاره ، دا به ډیره سخته شي

رستم

دا له باروت ډک واسکټ ، دا له میني ډک زړګی

ورو ورو کمیده لاره ، دا به ډیره سخته شي

نذیر

ټوله شپه خمار ومه ، ټوله ورځ نشه ومه

بیا پر میکده لاره ، دابه ډیره سخته شي

ژوندون

زه له سره تیر یمه ، ستا مینه کې ګیر یمه

عشق یو طرفه لاره ، دا به ډیره سخته شي

رستم

تاته مخ په ځوړ سفر ، دغه د فطرت نخره

پښو پسې ټولیده لاره ، دا به ډیره سخته شي

نذیر

بیا یې سترګې سرې ولې ، بیا نشه نشه وله

بیا پرې ځنګیده لاره ، دا به ډیره سخته شي

احساس

ستړي یو ناوخته دی ، وه ژوندونه وه ګرانه

بس دی ختموه لاره ، دا به ډیره سخته شي

رستم