غزل

نن به بيا راته يو ښکلی محفل جوړ کړم
نن به بيا ورته له ځانه  پاګل جوړ کــړم

نن دې بيا د زړه محل رانه وران کــــړی
نن به بيا چيرته د خټو منزل جوړ کــــړم

نن دې بيا انداز د مينې بدل شــــــــــــوی
نن به بيا د خپلې مينې ناول جوړ کــــــړم

نن دې بيا سترګې شوګيردي مړاوي کړي
نن به بيا درته د سترګو کجل جوړ کــــړم

نن دې بيا د زړګي درد راته پيدا کــــــړو
نن به بيا ځان ته د زړنو درمل جوړ کړم

نن دې بيا ګوهر ته دومره مينه ورکــړه
نن به بيا ورباندې نوی غزل جوړ کــړم


نورالدين ګوهر

خوست