غزل

نن مې اښکو په مخ لارې جوړې کـــړي
څو ټپې چې سندرمارې جوړې کـــــــړي

شپه وروړمه ديار کلي ته ورځمــــــــــه
ارادې مې څوڅو وارې جوړې کــــــــړي

هر سحر پکې د شونډو نښې ښــــکاري
اننګونه د هندارې جوړې کـــــــــــــــړي

خدایګو بيا د چا د زړه ښکار پسې وتـي
جينۍ بيا سترګې خونخوارې جوړې کړي

د سيلاب خوستي ځوانۍ کې څه اثــر دی
د چم نجونه يې بيمارې جوړې کــــــــړي


سيلاب خوستی

خوست