مهترلام بابا ادبي ټولنې خپله (( ۵۵ )) اونيزه غونډه وكړه
مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله پنځه پنځوسمه اونيزه غونډه د بورډ زيارتمځي تر شا په pcs كالج كې دجمعې په ورځ د ۱۳۹۰ لمريز كال د حمل (( وري )) په ۲۶ مه د نور محمد افريدي په مشرۍ وكړه غونډه دقاري محمد ننګيال لخوا د كلام پاك د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه د وئيندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې د تېرې ونۍ ګذارش نظير الحق قريشي وړاندې كړ ورپسې د صفي الله سنګين غزل كره كتنې ته وړانې شوه چې ګډونوالو پرې ګټورې خبرې وكړې غونډه كې د دېرشو نه زياتو كسانو برخه اخستې وه په دويمه بر خه كې ازاده او خپلواكه مشاعره وشوه چې د غو شاعرانو پكې خپل شعرونه ولوستل .
1. قاري محمد ننګيال .
2. نظير الحق قريشي .
3. عبدالوهاب څاروان .
4. برهاندالدين بېتاب .
5. محمد نور افريدى .
6. محسن صديقي .
7. تحسين الله تحسين .
8. محمد طارق .
9. صفي الله سنګين .
10. نور الله عبدلرحيم زى 
11. مير عالم نويد .
12. محمد حميم 
13. مسلم جان 
14. صفي الله ثمر
دغونډې ګډونوالو ته د افغانستان د اسلامي فرهنګي مركز لخوا د پسرلنۍ دوديزې مشاعرې بلنه وركړل شوه چې دا غونډه به د راروانې جهارشنبې په ورځ د حمل په ۳۱ مه ارباب روډ عثمانيه لائين دفرهنګي مركز په انګړ كور نمبر ۱۲۸ كې تر سره كېږي . 
دغوڼدې په اخيره كې محمد نور افريدي خبرې وكړې زياته يې كړه چې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې ټولو شاعرانو ليكوالانو او دادب مينه والوته هغه د لرې پښتونخوا وي كه برې بايد يو وجود او يو تن شي او په دغسې مشاعرو كې يو او بل ته بلنه وركړي تر څو خپل احساسات له يو او بل سره شريك كړي .
غونډه د ماښام لمانځه نه مخكې د تحسين الله تحسين لخوا په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته عبدالوهاب څاروان خپل اثر كره كتنې ته راوړي .