غزل

زړه درکومه په ځان نه پوهيږم
ګني تاوان دى پدې ښه پوهيږم

انجام د مينې به مو څنګه کيږي؟
دا خو قسمت دى پدې څه پوهيږم

پټې په شونډو کې کنځلې مه کړه
ماشوم خو نه يم ستا په خوله پوهيږم

لکه چې پټه مينه کړې راسره
جانانه زه خو د په زړه پوهيږم

ګوهره مه په طبيبانو ګرځه
ستا په مرض يوازې زه پوهيږم


نورالدين ګوهر خوست