غزل

که سرۀ زر وي که درهم وي که دينار ژوند
خو بيا هم ګڼم په خپلو اوږو بار ژونــــــــــد

صرف دا چې تا پښتــــون په دنيا هست کړم
خوښوي راته هر څـــوک نار, او نهار ژوند

د فراق ژوند دې ولچک او ذولانه شـــــــي
په وصال کې دې بيا تېر شي په تلوار ژوند

جل وهلی به يم پرته ستا ديدن نــــــــــــــــــه
که هر څو مې وي د بحر په کنار ژونـــــــــــد

محبت کې دې نصيب شو راته هســـــــــــــــې
دردېدلی زورېدلی او بيمار ژونــــــــــــــــــــد

د کابل ښار د ګردونو خزانـــــــــــــــــــــه ده
تېروه په ننګرهار کې تل بهار ژونـــــــــــــد

د ،،همت،، د زړګي تابه افرين شــــــــــــــــه
چې کوې څه زړۀ چاودونکی بې دلدار ژوند