غزل
څنګ ته د درتلای نه شمه خود به مې خپل زړه سوځي
ستا زړه خو د کاڼي دی زما په حال چې نه ســـــــــوځي
خدايه د ايمان سره مرګ راکړې نور څه نه غـــواړو
چرته چې جګړه ده پکې واړه پښتانه سوځــــــــــــــي
زه هم د رقيب په سر له ياره جدا شوی يــــــــــــــــــــــــم
دا خو يو متل دی چې د وچ سره لانده سوځـــــــــــــي
بيا به د رقيب سره په لاره چرته نه ځمــــــــــــــــــــــــــــــــــه
اور ته چې پوکی ورکړې نو خامخه هر څه سوځـــــــــــــي
مخ ته د ګوهر شونډې پدې نيږدې کوی نشـــــــــــــــــــــــــــــم
اور د اننګو کې دی جانانه زماخوله سوځــــــــــــــــــــــــــــــي
نورالدين ګوهر خوست