غزل

فرید الله خسن زی خوست

ځينې جينۍ پوره سړي تښـــــــــــــــــتوي
ځينې هوښيارې وې زړګي تښـــــــــــتوي

چې په ځان لاس ووهي وکړي سيــــنګار
داسې جينۍ شته چې سپرلي تښــــــتوي

ستا په کړس کړس خندا يې واوريدلــــــه
زرکې په غرونو کې بچي تښـــــــــــــــتوي

فريد اوس هم د ما شومتوب عدت کړي
د پيغلو جونو نه ټيکري تښـــــــــــــــــتوي

فريده زور به يې منې پيغــــــــــــــــــــــله ده
ګوره يې څنګه دوه منګي تښـــــــــــــــتوي