ښه وم ، خوشحاله وم ، چې راغللې خفه دې کړمه
په پښو دې ودرولم ، لاړلې  چپه دې کړمه


تا به وې پام کوه شرابو ته چې لاسی یو نسې
بیا دې په شونډو باندې ښکل کړمه نشه دې کړمه


زه د عمرونو ستړی ،ستړی تا په نیمه شپه کې
غیږ کې راونیولم ،زور دې کړم دمه دې کړمه


اوس  چې ته نه یې ،زه تنها یم هیڅ مزه مې نه وې
درده! راځه چې د وجود یوه حصه دې کړمه


ته چې په کلي کي رقبب ته شوې موسکی سروده!
اور ته دې واچولم ، ودې سوم ایره دې کړمه

سلیم سرود احمدزی