د حمزه بابا په لیکه

                                          غزل

زما په د غې حال باندې څوک نه دي ملامته

ما خپل نصیب ته ورکړله په خپله باندې لته

 

پیزوان که پیزوانونه خو قربان شم د زړه سره

دعا کوه چې خلاص شمه له د ستړي غربته

 

اشنا په مړه وجود کې مې ساه راشي چې ته راشې

خالي نه یې جانانه په ایمان  له کرامته

 

رقیبه ځان اصلاح کړه بیا به وایې  خبر نه وم

غلطه ګټه مه اخله زما له شرافته

 

ګرم نه دي چې صفت کوي د قند  او د ګبین

خبر نه دي جانانه  ستا د شونډو له خوږلته

 

درمانه په واله چې زه خو دغې ته حیران یم

دا ښکلي څنګه ژوند کوي بې مینې بې الفته

 

درمان