غزل

خوب کې ؤ راغلې افــتــــونــــــه لکه غرونه

ؤ د بیلتانه تور انــــــدامــــونه لــکــــه غرونه

 

زه له دغې وخته څو څو وارې نا رضا یمه

ما ته یې راکړي دي غمونه لـــــکـــه غرونه

 

ځار دې له تنکیو ګوتو ، ځار دې له دې لیکه شم

ما هم در ځواب کړل سلامونه لکه غرونه

 

ستا له خیالیګره انــــتــــخابــــــه منندوی یمه 

ستا رابــاندې شته زړه! احسانونه لکه غرونه

 

ته او خدای نو څنګه به رستم بې درده پاتې شي

هر وخت چې ولاړ وي ستا یادونه لـــکـه غرونه

                  فضل الربي رستم