غزل

زما اقرار پکــ‎ـار دی

ستا انتظار پکــار دی

 

بدو ته صبر کـــوه

ښو ته تلوار پکـار دی

د مینې تول چې وکـړو

د ګیلو شمار پکار دي

تر څو به چپ یو سره

نور خو اظهار پکار دي

ته چې مې اور ته نیسې

په چا اعتبار پکار دي

ستن او پرهر لرمــه

بس خو یو تار پکار دي

 

ځو د بابا زیارت تــه

لږ خو سینګار پکار دي  

 

 

کبیر ریحان خوست