غزل

چې یوه شیبه جانان راځینې هیر شـــــــــــــــــي

دا منې چې ټول جهان راځینې هیر شـــــــــــي

 

اینې تاته په ځیر ځیر ځکه ګـــــــــــــــــــــــــورم

مخ چې واړومه ځان راځینې هیر شـــــــــــــي

 

نه به ته زما د زړه د پولو وځــــــــــــــــــــــــــــې

نه به توري د قران راځینې هیر شـــــــــــــــــي

 

دا د هجر توره شپه به یې رایاد کـــــــــــــــړي

که له ستورو ډک اسمان راځینې هیر شي

 

ستا د ماتې وعدې یاد به تازه نه شــــــي

خو که دا وخت د اذان راځینې هیر شـــي

 

چې له تندې تندې مرم له تندې تنــــــدې

شم ګونګی نوم د باران راځینې هیر شي

 

دا اوربل به مې احساس د کمي وکــړي

سبا عید دی که ریحان راځینې هیر شي

 

کبیر ریحان خوست