غزل

 

تڼاکې زړه تڼاکې ژبه خدایه څه به کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم

پردی وطن دی زما ربه خدایه څه به کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم

 

خیال مې له ځان ،ځان اوږدوي ځان مې له خیاله اوږد شو

ژوند بې ترتیبه  بې کالبه  خدایه څه به کـــــــــــــــــــــــــــــــوم

 

یو غریبي بل پرذیسي  او زړه مین په جانـــــــــــــــــــــــــــــان

بل خوا رقیب ترخه !تیربه خدایه څه به کـــــــــــــــــــــــــــــــوم

 

تقضا شور غواړي مستي غواړي او ترنګ غــــــــــــواړي

وخت بې اهنګه بې ادبه خدایه څه به کــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم

 

پیغور مې راوړو  خو لاسونه مې دي تـــــــــــــش راوړي

ناهیلی راغلم   له طالبه  خدایه څه به کــــــــــــــــــــــــــوم

 

خیال بې هوسه او بې وسه ته خوشخال او خنــــــــــدان

په زړه مې ناسته نرۍ تبه خدایه څه به کــــــــــــــــــــــــــوم

 

خیال خیدر خیل

سعودي عرب

ریاض