راليږونکي : روبينه احساس



نظم

د بنگړو شړنګ به مې
تر هغه وخت خاموش پاتې وي
چې د زړگي ناسوره زخم ته مې
ستا د وصال له گلورينو شېبو
او د فطرت له ښکلاګانو ځنې
پټۍ، مرهم او زخم
جانانه وانخلمه