غزل
ستاکه غرونه اند ېښنې زړه کي ځاییږي
ما در نیسه ! چي له تنه مي ساه خیـــــږي
توره شپه ده مزل ستړی منـــــزل ورک دی
کله ؟ څنگه ؟ چیري دا کاروان رسیـــــږي؟
د مینو زړونه څاڅکي د سرو وینـــــــــــــــــو
لاس پر نیسه چي نازک دي ژرماتیـــــــــــږي
عمرخپله یوالهام د تاوده لمـــــــــــــــــــر دی
دا واورین اننگي ژر زبېښه ویلیــــــــــــــــږي
د ژوندي گلاب خاصیت استقامـــــــــت دی
چي خزان شي بیا د باد پراوږو لویـــــــــــــږي
که هارون له دغه اوره ژونــــــــــــــــدی ووت
دغه اوربه دهارون په لاس مړکـــــــــــــــــــیږي.
هارون حکیمي
10-12-15
کابل