د پښتون په حال
څومره افسوس څومره څومره ارمان دی خدایه
چي جنګ زمونږ په هر ميدان دی خدايــــــــــــــــه
ر قيبا ن ټول اتفاق شوي دي نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن
مړه کوي هغه چي افغان دی خدايـــــــــــــــــــــــــــــه
کله به جمعه کړې يو موټی پښتــــــــــــــــــــــــــــــون
دغه زما د زړه ارمان دی خدايــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
دا کنډه تار مات کړي جدا يي کړو مونـــــــــــــــږه
دا د بيلتون يو غټ نشان دی خدايـــــــــــــــــــــــــه
زه ٠ضياالحق٠ رب ته زاري کومــــــــــــــــــــــــــــــه
ته پښتون يو کړي زما ځان دی خدايـــــــــــــــــــــه