په حرم شریف د طواف پر مهال لیکل شوی

یو بیت 

مونږ له ازله پیدا شوي  په مذهب د خسن

  مونږه چې چرته ښکلا ووینو نو خدای رایاد شي

  

غزل

ژوند د یار په سترګو ژوند دی

زما روخ سره پیوند دی

 

بې له یاره ژوند انګریز دی

بې له یاره ژوند میوند دی

 

دا خپل ژوند به له تا ځار کړم

دا مې تا سره سوګند دی

 

پاچاهي ټوله زمونږ ده

زما سر او ستا مړوند دی

 

دا خیال  څومره بختور دی

سر یې ستا په سر ځوړند دی 

 

د لوستلو نه مو ډیره مننه  له تاسو ښاغلي نه مې هیله ده  چې خپل نظر راته پرې ولیکۍ

                                  مننه خیال خیدرخیل

 سعودي عرب الریاض