غزل

 

ته لا واړه يې پيغلتوب درباندې کله راځـــــــــــــــي؟
هغه د مينې ليوانتوب درباندې کله راځــــــــــــــــي؟

له عمره کمه يې خو ماشاالله ځواني د ښـــــــــــــه ده
جينۍ دوره د مينتوب درباندې کله راځــــــــــــــــي

سترګې د ټولې په ژاړه باندې خرابې شولــــــــــــې
ستا له شوګير نه قربان خوب درباندې کله راځي؟

جانانه زه هم ستا د ژوند سره همزولی خوښ يـــم
مه مې پوښته چې زلميتوب درباندې کله راځي؟

اخير غصه شوه مخ يې بل خوا رانه واړولـــــــــــو
ماته يې ويل چې سړيتوب درباندې کله راځي؟

ګوهره غلی شه زاړه وختونه مه يـــــــــــــــــــادوه
هغه تيرشوی ماشومتوب درباندې کله راځي؟



نورالدين ګوهر خوست