غزل


څه عجيبه غوندے دوران تيريــــــــــــــــــــــــــږی
ژوندون مې ټول څه په لړزان تيريــــــــــــــــږی

د خو شحا لو نه نا بلده يمــــــــــــــــــــــــــــــه
هره لحظه مې په خفګا ن تيريـــــــــــــــــــــږی

زه کله کينم کله او د ريږ مـــــــــــــــــــــــــــــه
ژوندون روان دے بس روان تيريــــــــــــــږی

خپلو غمونو کښے څوک نه شريکــــــــــوم
هر سنګه غم که مې په ځان تيريـــــــــــږی

خدايه ظالم ته ې لګ هم اوښايـــــــــــــه
څه چی په لوئ افغانستان تيريــــــــــږی

که اتفاق مو ځان کښے را نه ويستــــــو
ژوند به مو خوار هم دغه شان تيريږی

دنيا روانه ده په مخکښې با نـــــــدې
مونږه ولاړ يو او کاروان تيريــــــــږی

په ما اعظم دا ستا د ياد نه بغيــــــــر
يوه ګهړۍ که په ايمان تيريـــــــــــږی

اعظم خان اعظم

azamkhan333@hotmail.com