سپينه واوره
خدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينه
ځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينه
ونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره ده
هره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينه
خدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړه
چه مــو تور زړونه راسپين کړي،چــــه نور نه تويوو وينه
زه قيام درته زارئ کړم،خدايه سپــــــين کړه تور نيتونه
مونږه ټول سره په خولا کړه،له امـــــــــــــو تر اباسينه
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني
elhamqiam@ahoo.com
13.12.2010
- فضل الربي رستم
غز ل
ښـه شوه چې له تا لمن مـې ټولــه کړه
تــه شوې بـی وفا، لمن مې ټولـه کـړه
...
14.12.2010
- فضل الربي رستم
غزل څه عجيبه غوندے دوران تيريــــــــــــــــــــــــــږیژوندون مې ټول څه په لړزان تيريــــــــــــــــږید خو شحا لو نه نا بلده يمــــــــــــــــــــــــــــــههره لحظه مې په خفګا ن تيريـــــــــــــــــــــږیزه کله کينم کله او د ريږ مـــــــــــــــــــــــــــــهژوندون روان دے بس روان تيريــــــــــــــږیخپلو غمونو کښے څوک نه شريکــــــــــوم...