غز ل

 

ښـه شوه چې له تا لمن مـې ټولــه کړه

تــه شوې بـی وفا، لمن مې ټولـه کـړه

 

ما مې درتـه زړه په لاس کې درکړلو

تـا کـــړلو خطا، لمـن مــې ټولـــه کـړه

 

هســې پـــه ملګــــرو نازيـــدمـــــــه زه

نــوره پــــه والا، لمــن مـــې ټولــه کـړه

 

بيا دی په والا کـه زړه کې ځاي کړمه

دا ځــلې رښتيا، لمن مې ټولــه کـــــړه

 

تـــه يــې پـــه لوستلو چـې خفه نه شي

هسې لـــه يو چا، لمــــن مـې ټوله کړه

 

حميد احساس هالنډ

په دوبۍ کې يو ملګرې ته ليکل شوې دی