: غزل


چې ژوند کښې مېنه زړه کښې دړ نه وی پرهر نـــــه وي
څنګ په خپل ذات کښې به سړې کنډر کنډر نـــــــه وي

مونږ خو مدام د یار په تراړو شونډو فال نیولـــــــــــی

چی پرهرونه مو مسکی نه شي اختر نـــــــــــــــــــــه وي

یو د چا یاد بل د عمرونو جدائ او بيلتـــــــــــــــــــون
په داسی حال کښې به څوک څنګ اوتر اوتر نه وي

په ما اباد اسلام اباد په تا ودان پیښـــــــــــــــــــــــــــور
کابل به ولی سپیلنی نه وی مجمر نــــــــــــــــــــــه وي

د یوسفزو نیکه په خوب کښې راته ویلی داســــــې
یو والې نشته نو پښتون به کنړ کپر نـــــــــــــــــــه وي؟

حصار بابا کښې مې تړلی شنې چرړۍ تالــــــــــــــه دي
خپله یې اوګوره په ما که دی باور نــــــــــــــــــــــــــــه وي

زریابه ته چې پکښې نه یې ماته داسی ښــــــــــــــــکاري
لکه بینا سترګو کښې ګرانه چی نظر نــــــــــــــــــــــــــه وي

 

 

طفيل زرېاب یوسفزئ

zaryabyousafzai@hotmail.com