غزل
وژني دې دا زهر دي د ماره راوتلـــــــــــــــــي دي
موژ د کلي خلک دا د ښاره را وتلـــــــــــــــي دي
ما خو سل قسمه تاته وکړل ته يې مه مـــــــــــــنه
دا د شر کيسې دي د اغياره راوتلــــــــــــــــي دي
څنګه د په يو تصوير دنيا د مينې ړنګه کـــــــــــړه
ستا د عشق کيسې خو اوس بې شماره راتلي دي
دا د غزل توري به تر عمره درته پاتــــــــــــــې وي
دا د يو عاشق د زړه پرهاره را وتلـــــــــــــــــي دي
ستا فريدخو سم تر ليونتوبه پورې ورســـــــــــيد
اوس دې هم خبرې د انکاره راوتلـــــــــــــــــــــي دي
فریدالله خسن زی خوست