غزل

             

ريباره کله چې له مانه يار ته وړې خبـــــــــــــرې
ما ته به هم يو څو د مينې ترې راوړې خبـــــــرې

هسې عبث لدې ګيلو مانو څه نه جوړيــــــــــږي
جانانه خير دی نوره هيرې کړه زړې خبـــــــــــرې

ما ته به هره يوه کيسه په څوڅو ځلې کــــــــــوې
څومره مزه کړي ستا په سپينه خوله وړې خبرې

ستا کيسې ټولې د دوکو او د غصې نه ډکـــې
زما د واورې په شان سپينې او سړې خبـــــرې

کله ناکله د ټوپک پر ګولۍ نه مړ کيـــــــــــږي
کله ناکله سړی وژني ګله مړې خبـــــــــــــــــرې

زما ګوهر د ياره دغه عادت ډير خوښيـــــږي
شونډې د خپله تبسم کوي چې کړې خبــــرې

نورالدین ګوهر خوست