ټپیزې

 

پاس په بالۍ راته اؤدريږي
زما له ياره کله کيږي
زړه مې نری نری خوګيږي
ستا چې دا شنې شولې پخيږي
ما به مرغۍ په ژاړه ستړي کړي مينه

چې سر زما د يار څنګل شي
د اوسيدو ځای مو ځنګل شي
ترې جوړ به څه ښکلی غزل شي
اور د په هغه مينه بل شي
چې د کريدت تر ختميدلو پورې وينه

سترګې د وګوره چې څه کړي
زما په زړه باندې حمله کړي
ياره دا بد کړي او که ښه کړي؟
سپين ږيريه داسې خو څوک نه کړي
ږيره د تاله شه د لور په ځای د يمه

دلته هرڅوک ستړي ستومان دي
دلته هرڅوک څيرې ګريوان دي
دلته هر څوک په وير د ځان دي
جانانه ستا خپلول ګران دي
د کريکټ بال يې په نيؤو د ستړی شومه

مينه د نده تک سور اور دی
منم ښايست کې د ډير زور دی
رنګ ته مې ګوره چې تک تور دی
يو خوا ګوهر بل خوا مې ورور دی
نن مې په ورور ځان مړه کوم ګوهر لا ځمه



نورالدين ګوهر خوست