راليږونکی : فريداله حسن زی

ټليفونشميره: 0093707151528

برېښناليکپته: farid.jan1@yahoo.com

سرليک: غزل

نېټه: 07.03.2010 08:11


تا به چې غوصه کړه ،ما به وخندل موسکۍ به شوم
سوله به مې را وستـــه کــــــــــــــــوتــــــــره راته و وايه

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم
ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه


بيا به مې يو څو ميا شتې د زړه مينه پرې  ماته وي
بس له مينې ډکــــه يــــــوه سنـــــــــدره راتــــه و وايــــه

څنګه مې د ډک ګودر په غاړه خولګـــــــــــۍ درکړله
نن خو فريد جــــانه زوره وره راتــــــــــه و وايــــــــــــــه