ازاد نظم

هغه ډولئ کې ناسته
زه په تابوت کې پروت وم
دلته ژړا خپره وه
هلته خندا خپره وه
ځینو کوچنیانو هلته
ښکلې دیاره وهله

خو ځینو نورو دلته
ایښې ؤ په سر لاسونه
زم دسیوري نه یی
غوښتل پناه عمرونه
دلته داوښکوسیلاب
دلته ؤ غم شکیدلی
دلته ؤ جوړ انقلاب
دلته وې ساندې ساندې
هلته هم خلک را ټول ؤ
دلته هم خلک راټول ؤ
یو مُلا هلته هم ؤ
یو مُلا دلته هم ؤ
زه په کفن کې پروت وم
هغې سور شال اغوستی

زما هم سره لاسونه
هغې هم سره لاسونه

فرق صرف دومره ؤ چې

زما په وینو سره ؤ
هغې نکریزې ایښې

دلته هم مور ژړیده
هلته هم مور ژړیده
دلته زما دوستانو
ستوني وې غوټي کړې
هلته هم ملګرو ژړل
خفګان وې کوډې کړې

هلته ډولئ جیګه شوه
زما تابوت یی جیګ کړ
زه یی کړم ښکته روان
هغه یی پورته بوتله
هغه پالنګ ته لاړه
هلته رڼا رڼا وه
خلکو ګلاب وشیندل

خو زه لحد ته ګوز شوم
دلته تیاره تیاره وه
خلکو ښې تورې خاورې
پر ما انبار انبار کړې

سحر را پاڅیدمه
خوب ته حیران غوندې وم

چې دا مې څه ولیدل