د محبت دارومدار د سړي ملا ماتوي
زړګيه ! دغه کاروبار د سړي ملا ماتوي
څه بې روخي د زمانې ، څه د هغې بې روخي
په ګل روخۍ کې د بهار د سړي ملا ماتوي
د قهرجنو سترګو نه ، سړي ته ژوند ورکوي
خو په مسکا کې بيا انکار د سړي ملا ماتوي
نه ، د مور نه ؛خو د مئېن او د معلم د زړګي
او د شاعر د زړه ازار د سړي ملا ماتوي
دا ته چې تل هرې وعدې پسې وعده ماتوې
جانانه ګوره دغه کار د سړي ملا ماتوي
سترګې دې مړې مه نيسه ، راکړه يو پرېکړی ځواب
ساقي ! نيمچه نيمچه خمار د سړي ملا ماتوي
جلاله ! پس شا هر چا سره وي زړه د زمري
خو مخامخ ورته اظهار د سړي ملا ماتوي
جلال امرخېل
ډاونلوډ کړئ
|
05.03.2010
- فضل الربي رستم
یادونه: دا غزل د یو ملګرې په غوښتنه بیا پرلیکه شو.
غزل
ماحول سپېره سپېره وي ،ژوند بې رنګه وي جانـــانــــــه
چې ته نه وې نو بیـــا خو دنـــیــا ړنــــګه وي جــــــانـــــــانـــــه
بېګاه مې خوب لیدلی، که یی خدای چیرته ريښتیا کړي
چې خلاصـــه دا نــــړۍ نــــوره ...
08.03.2010
- فضل الربي رستم
راليږونکی : فريداله حسن زی ټليفونشميره: 0093707151528 برېښناليکپته: farid.jan1@yahoo.com سرليک: غزل نېټه: 07.03.2010 08:11
تا به چې غوصه کړه ،ما به وخندل موسکۍ به شوم سوله به مې را وستـــه کــــــــــــــــوتــــــــره راته و وايهځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړمته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايهبيا به مې يو څو ميا شتې د زړه مينه پرې ...