یادونه: دا غزل د یو ملګرې په غوښتنه بیا پرلیکه شو.

                    غزل

ماحول سپېره سپېره وي ،ژوند بې رنګه وي جانـــانــــــه

چې ته نه وې نو بیـــا خو دنـــیــا ړنــــګه وي جــــــانـــــــانـــــه

 

بېګاه مې خوب لیدلی، که یی خدای چیرته ريښتیا کړي

چې خلاصـــه دا نــــړۍ نــــوره  له جنـــګه وي  جــــانــــانــــه

 

دا ته چې راته وایـــې، چـــې نــــور مه راځـــــه تـــر کــــلــــي

نـــو وایــــه  بې له تا ګــــــذاره څـــنــــګه وي جــــانـــــانــــــــه

 

نو ګــــــــــرانـــه هغــه زړونه به په ګرانه پـــيـــوند اخــــلــې

لوېـــــدلــــي چې د مینــــې له ګړنـــګــــه وي جـــانــــانــــه

 

دا زه او تــــه چې یــــاره سره تــــش کيســـې ترخـې کړو

نو بیا خو رقیبانو ته  غوا لــــنــــګه وي جـــــانــــــانـــــه

 

ظـــــاهـــر د درمـــــــان مه ګوره باطن ته یی نــظـر کړه

منـــــــمه چــــې څهــره به یی بــــدرنــــــګه وي جــانـــانــه

 قدرت الله درمان، خوست