غزل
ضد سره نیولي یو،  زه او جانان دواړه
چا خدای لمسولي يو ،  زه او جانان دواړه

چا وېل ؟چې نه لګي نظر دځوان د شنو سترګو
ډیرئې  ژړه ولي یو، زه  او  جانان   دواړه

توره شپه او یو کټ کې، کوم ځای کې او کله دا؟
چا سره لیدلی  یو؟  زه او جانان  دواړه

خلک د پرپګنډې اوس کوي چی څه یې خوښه وي
هسې شرمیدلي یو  زه  او جانان  دواړه

څله مې پوښتې فريد چې ياردې د کوم کلی دی
ولې  دې  هير کړي يو   زه  او  جانان  دواړه

فريداله حسن زی