غزل

ګرانې راځه راځه راځه ، ډېره مزه به وکړي
نن خو دې ماته کړه توبه، ډېره مزه به وکړي

زه ویم فضا د یارانې ده ، ځه چې مینه وکړو
ته وایی پرې مې ږ ده ویده ، ډيره مزه به وکړي

بیا دې ویښتانو ته شړک ورکړه ، بیا خوشبو خپره کړه
بیا کړه ماحول نشه نشه ، ډېره مزه به وکړي


جانانه واورې دي نو دلته خو دې څوک نه خوري څه
پاتې شه ده د جمعې شپه ، ډېره مزه به وکړې

 

دا تور ځنګل ځنګل باڼه دې کړه  له سترګو پورته

په شپه کې بله کړه ډېوه ، ډېره مزه به وکړي

 

ګرانې غوصه شه ، لږ مې و ډار کړه ، اوبیا وخانده

لکه ترخې پسې خوږه ، ډېره مزه  به وکړي

 

بېګا په خوب کې مې صحنه لېدله ، راز یی ساتم

خو که ريښتوني  شي  صحنه ، ډېره مزه به وکړي

فضل الربي رستم