غزل
ژوندون به څه ژوندون وي بې لتا نه ګزاره ده
باور که دې په خدای شي اشنا ګرانه ګزاره ده

د ستړي زندګۍ به درته څه کوم ستاينه
تيريږي  بس  روانه ده، جانانه  ګزاره ده

په دومره لږ ديدن خو مو کار نه کيږي، خو بيا هم
له نشت نه ننې ښې دي  پرې  روانه  ګزاره ده

زه يمه لکه فصل د سپيرې دښتې، جانانه
زما خو بلا ګرانه  بې بارانه  ګزاره ده

نيګمړي دنياګۍ ده، نه خو شل شوه نه شل کيږي
درمانه  هسې ستړي  او ستومانه  ګزاره  ده

قدرت اله درمان
سعودي عرب الرياض