سلام
ښاغلي فضل ربي رستم ته او ټولو د پښتو د ادب مينوالو د منګي د بلوګ مبارکي وايم... او دا دوې ټپې ډالۍ کوم٠٠٠ خدای د وکړي چې رستم جانان مې دغه لږه تحفه په ډير څه ومني٠٠٠٠
منګي يی ټول په ډنډ غوپه کړل
د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه
خوله به په خپله رضا در کړم
منګی مې څله خوروې لمده دې کړمه
وعلیکم السلام ګرانه!
ګرانه ډېره مننه! بلوګ ستاسو خپل او پرته ستاسو له لیکنو بلوګ نیمګړی دی ، موږ هیلمند یاستو چې خپلې لیکنې راولیږئ تر څو مونږ په کامیابئ سره دې ځوریدلي ملت ، او ژبې ته خدمت وکړو.
په ټوله پښتنه مینه
رستم
14.02.2010
- فضل الربي رستم
غزل
ګله ! په سرو شونډو ښکلوه پرخه خدای دې چې وجود ته کړه پرده پرخه
پرېوتله ستا پر لوپټه پرخه ما نه ده نېکمرغه يو پر دوه پرخه
ته د ژوند د سره ګلاب د مخ لمبه زه د ګل پر پاڼو يم پرته پرخه
پرېږده چې نن ښه ډېر درته وژاړم...
14.02.2010
- فضل الربي رستم
غزلژوندون به څه ژوندون وي بې لتا نه ګزاره دهباور که دې په خدای شي اشنا ګرانه ګزاره دهد ستړي زندګۍ به درته څه کوم ستاينهتيريږي بس روانه ده، جانانه ګزاره ده
په دومره لږ ديدن خو مو کار نه کيږي، خو بيا همله نشت نه ننې ښې دي پرې روانه ګزاره ده
زه يمه لکه فصل د سپيرې دښتې، جانانه...