غزل

ګله ! په سرو شونډو ښکلوه پرخه
خدای دې چې وجود ته کړه پرده پرخه

پرېوتله ستا پر لوپټه  پرخه
ما نه ده نېکمرغه يو پر دوه پرخه

ته د ژوند د سره ګلاب د مخ لمبه
زه د ګل پر پاڼو يم پرته پرخه

پرېږده چې نن ښه ډېر درته وژاړم
پرېږده چې وريږي ټوله شپه پرخه

اوښکو دې باڼه په زهرو ولړل
زنګ کوي چې توره کړي لمده پرخه

رنګ د محبت پر فضا خور نه شو
درد مې جوړې نه کړه بدرګه پرخه

هسې شو راياد د چا هېر شوی نوم
نن چې ملابانګ راورېده پرخه

جلال امرخېل