غزل
شپه د هجر هيڅ  نه  شوه  په  ما  صبا
مړ  دې کړمه  هسې په  صبا  صبا

خدای کالونه پس په ګوتو راوستې
دا ځل خو  چې  ونکړې  اشنا صبا

خير چې ياري نکړې صفا ووايه
هسې راته  مه  کوه  بيګا  صبا

شپه د ميخوارانو چم کې تيره کړي
و باسې  توبه  راته  ملا   صبا

قدرت اله درمان سعودي عرب