غزل
حــیران یم په پاخـــه عــمر ســـرور راسره مــل شـــــو
یو ځوګ له زړه نه پورته شو یو شور راسره مــل شو

راویښ یې کړم بیدار یې کړم اوهوش یې راته راکړ
ځه ښه شوه چې غمازه ستا پیغور راسره مـــل شــــو

له لاسه یې نیــــــولی یم تر خپل مـــــنزل مې بیایـــي
له ړنګې کنډوالې نه زوړ انځـــــــور راســــره مل شو

بدلون مې د معمول شــــــاید مــــحور دتجریبې وي
په ژوند کې چې د نوي ژوند دســتور راسره مل شو

فیاضه خپل منزل ته خدایږو اوس په رسیدو یـــــم
سرور په وینو سور لکه منصور راسره مل شـــــــــو

غلام رباني فیاض

متحده عربي امارات

 العـــــــــین