غزل

نه دې په تعويز ګټم او نه دې په کوم پير ګټـــــم
تا به زه د خپــــــــــــــلې پاکې مينې په تاثير ګټم
ولې دې زمــــــا په غريبۍ کې سلګۍ ونيسي؟
ومنه چې تا به همــــــــــــــــــدا زه عاجز فقير ګټم
ما يي بدرنګي د خــــــــــوړ په خړو اوبو وړي ده
نن به زه يوخوږ غــــــوندې اثر له دې  تعبير ګټم
درده که هغـــــــــــــه نشته خو تا ئې تشــه ډکه ده
بيا هم له تا خوښ يمه که زړه ته مې څو وير ګټم
ته چې د  شفـــــق لالي وئيلو ته خوله جوړه کړې
زه ترې نه دې خپلې شـــاعرۍ ته يو تصوير ګټم
ياسين شفق