د غم ورځ

د مينانو نړۍ والی ورځي ته لا يو څو ورځې پاتې وی، چې هغې راته په خبرو خبرو کې دا خبره په غوږو راتیره کړه چې یو څو ورځې وروسته یوه داسی ورځ را راوانه دی چې هر مین به خپلې مینی ته د سوغات په توګه یو څه ورکوی، او ورسره ورسره یې د دې ورځې د لمانځلو مکمله تشریح هم راته وکړه، او بیا یې دا هم ورسره زیاته کړه ، چې ګوره دا ځلی مې چې بیا د تیر کال په څیر هیره نه کړې، دا ځلی به ضرور یو څه راته ډالۍ کوی، چې زما د زړه د تسلیت یوه برخه وګرځې .
که څه هم زه د دې ورځې په لمانځلو خو لا څه ، چې ورنه خبر هم نه وم، او بیا دا خبره راته ډیره جالبه ښکاره شوه، چې هغه د تیر کال راهسی مینه راسره لري، ا و زه ورنه ناخبره وم، او بیا یې په سترګو هم نه پوهیږم، نو په دی وخت کې ډیر وزوریدم ، اوله ځانه سره مې فکر وکړو چې دا زه څومره بې پروا انسان یم، چې د یو چا په سترګو کې مینه چې له ما سره یې لري، څنګه نه شمه درک کولې،پس له هغې مې دا خپل احساس راویښ کړو، او د دې ورځې د لمانځلو له پاره مې تیارۍ ونیو.
هغه ورځ چې د فبرورې له څوارلسمې نیټې سره یې سمون خوړو، یوه د سرو ګلونو ډکه ګلدسته مې ورته راونیوه، او د هغې د کور په لورې ورهی شوم، خو لا نیمې لاره به مې لنډه کړې نه وی، چې موبیل ته مې زنګ راغلو ، چې څرنګه مې د موبیل تڼې کیمنډله ، نو وار له واره یې په ډیر تت او ژړاغونې اواز راته وویل چې هغې د یوې ترافیکې پیښی له کبله همدا اوس خپله ساه په روغتون کې ورکړه ، او له دی دینا سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه .

حميد احساس