بې خوندي
خپل قسمت مې هم سپيره دی
په روزګارکې هم خوندنه شته
له رقيب مې دښمن جوړدی
خوپه يار کې هم خوند نه شته
يارانې بازاري شوی
مينه نه شته،وفانه شته
يارديارپه سرسوداکړي
دې بازارکې هم خوند نه شته
خپل پردي واړه بدل دي
اشنايان نا اشنا ښکاري
دهرچارفتاربدل دی
په کردارکې يې خوند نه شته
ميخانه بدله ښکاري
ساقي هم بدل ښکاريږي
پيالې هم بدلې ښکاري
په خمار کې يې خوند نه شته
نه محفل دخوند محفل دی
نه مستي دخوند مستي ده
رندان هم واړه بدل دي
په بنډار کې يې خوند نه شته
زه قيام په دې باوريم
چې اخلاص دخوندو،مورده
چې په نيت کې اخلاص نه وي
په هيڅ کار کې هم خوند نه شته
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
12.07.2011
- yaseeen shafaq
څلوريځه(دپت اسره )مونږه افغانان هم انسانان يو وينې سرې لرومونږهم پخپل ژوندکې،اميدونه اواسرې لرودازمونږاسره ده چې،په پت کې به خپل ژوندکووژوندچې وي بې پته،مونږ له ژونده تمه پرې لروالحاج الهام الدين قياموالدورف/جرمنی...
03.08.2011
- yaseeen shafaq
د غم ورځد مينانو نړۍ والی ورځي ته لا يو څو ورځې پاتې وی، چې هغې راته په خبرو خبرو کې دا خبره په غوږو راتیره کړه چې یو څو ورځې وروسته یوه داسی ورځ را راوانه دی چې هر مین به خپلې مینی ته د سوغات په توګه یو څه ورکوی، او ورسره ورسره یې د دې ورځې د لمانځلو مکمله تشریح هم راته وکړه، او بیا یې دا هم ورسره زیاته کړه ، چې ګوره دا ځلی مې چې بیا د تیر کال په څیر هیره نه کړې، دا ځلی به ضرور یو څه راته ډالۍ کوی، چې زما د زړه د تسلیت...