غزل
دسوي لـــوي ژونـد هـرباب ومخ ته ویر کــومه
ناسـت یمه ګرانه دګلاب و مخ ته ویر کومــــــه
دبيلتـــانه تندې اخيستی يمه ستــــړی شومـــه
دښت دهجــران دی دسـراب و مخ ته وير کومـه
زه چـې د نورو وطـــنونــــو ښـکلاګانې وينــــم
وطنه ستـــا خـــــراب تراب ومــخ ته وير کـومــه
مونـــــږه دوخـت طلاب دظلم طوفان لولپه کـړو
ځکــه دنـــــــــن سبـــا طــلاب و مخ ته وير کومــه
لکه امـــــين دهــــــرپرهر فريـاد ته غوږ پرانيــزه
پاچــــــا قربـــان دستا جناب و مخ ته وير کومـه
آميــــــــن متونوال
متحده عرب امارات العین
2011-4-2