((نظم))

ګرانې ډېر تنګ شومه در چیغې مې کړې
په داسې ژوند کې نور زه ستړی یمه
هیڅ د دنیا کار ته مې لاس نه ورځي
بغیر له تا نه زه نیمګړی یمه


مخکې خو بیا هم ښه وم ته به راغلې
که څو خفه ومه خو ښاد به دې کړم
د زندګۍ په خوند به پوه  شومه
چې تا به زنګ ووهه یاد به دې کړم


اوس خو په خدای چې بې باوره یمه
چې ته دې راشې راته زنګ ووهې
میراتې هیلې مې په جوش راولې
د زړه په مات رباب مې ترنګ ووهې

  ګرانې باور وکړه چې سخته کې یم
د زړه  له درده ناقراره یمه
دغه حالات راځینې خوب تښتوي
د شپې به  وېښ زه تر سهاره یمه

 اې

د زړګي درد مې بلا ډېر تنګوي
دغه نا ترسه رانه ته وتړه
چې همیشه زړګي ته ډاډ راکوي
راشه په لاس راته یو څه وتړه

بس د وي بس نوره راځه ګلابه
راباندې زر منه احسان وکړه ته
داسې تنها مې ویر ته مه پریږده
لږ ترحم دې په جانان وکړه ته

زړګکې بله چاره مونږ نه لرو
تر څو مو خوري دا سودايي تاواني
راځه ځانونه په تمت ککړ کړو
چې شو په یو بل تاواني تاواني

--------------

یاسین شفق