غزل

ټولې وعدې دې دروغجنې خیږي
لاس نه مې ستا د یاد لمنې خیږي

لکه جانان ناز او ادا ئې نشته
دنګې که څو د چنار ونې خیږي

هجران دې داسې زه وریت کړې ېمه
چې سوئ بوئ مې له څرمنې خیږي

یا خو مې ږیره ستا په یاد ویستلې
یا به ويښته زما له زنې خیږي

حېران یم کومو سترګو وخوړمه
وجود مې ټول شو غنې غنې خیږي

حیران مومند