غزل 

 

چې مې  له  تا د زړه پوښتنه وکړه

دا مې څه لویه تیروتنه وکړه

 

په نه خبره دومره سره شوی ولی؟

ما خو ایله د خولې غوښتنه وکړه

 

ګوره ! سبا ته چې منکره نه شي

نن خو دی بیا راسره ژمنه وکړه

 

ما  مې  دا زړه چیري  ونه مندلو

که مې هر څومره پلټنه وکړه

 

تا راته غم او درد  دواړه راکړل، خو

درڅخه بیا هم ما مننه وکړه

 

هغې چې سر ورباندې خلاص نه کړو،نو

((احساسه)) تا خو  یادونه وکړه

 

حمید احساس هالنډ